Banner

د واورې سړی/ نصيراحمد احمدي

17.11.2008 11:33 تېر ژمى زموږ جومات ته يو مساپر راغى ، دى بوډاوو ،  څپولې ږيره يې درلوده  او په ظاهره يې خير غوښت .  مساپر يوه خبره وكړه ، دې خبرې خنداوې غلې كړې ، سرونه وځړېدل  او  دډېرو كليوالو سترګې له اوښكو ډكې شوې .
 د دلوې د مياشتې لومړى مازديګر و چې اسمان سپينو وريځو ونيو ،  واوره پيل شوه او په لنډ وخت كې يې يوه لوشت پوټي سپين كړل . ورېدا اوږده شوه . يوه ورځ ، دوه ورځې درې ورځې  تر دې دمه كليوال ورته خوشاله وو ، واوره يې كارېزونو ته سره زر ګڼله ؛ خو وروسته د بامونو پاكولو ستړي كړل ، خلق يې تنګ شو او چې په څلورمه  او پنځمه ورځ يې هم لمر ونه ليد ،  خداى ته يې د اورښت ددرېدو خواستونه شروع كړل .
واوره ډېره وورېدله ، ما په خپله متر ورسره ونيو ، نو سانتيو ته رسېدله ، څوك د باندې نه شو وتلاى ، ګشت او ګام نه كېده ، آن د  نږدې كليو لارې هم بندې وې ، نه پوله ښكارېدله او نه هم پټى ، ټوله سيمه يو لاس او تكه سپينه وه ، ځكه به نو د جومات تر څنګ اوږده كوټه له كليوالو ډكه وه او د تاو خانې په تاوده ځاى به ځاى نه كېده .
 ما شومان به هم په دې خونه كې سره را ټول وو ، په جېبونو به يې له پرتو مردكيو ټكا ايسته او كله كله به يې له لويانو په پټه جفت او تاك كاوه .
په كليوالو كې يو پردى سړى هم ښكارېده ، دى يو ژېړ مازديګر كلي ته راغى ، شل دېرش افغانۍ يې ټولې كړې ، په جومات كې يې شپه شوه ، او كله چې سهار وختي را ووت ، واوره په شدت سره اورېدله .
بوډا د ناچارۍ له مخې په جومات كې پاتې شو ، كليوالو به ډوډۍ  ورته راوړله ، دى ډېر نه غږېده ، غلى سړى وو ،  چورتونه به يې وهل  ؛  خو كله چې به د واورې بڅركي لوى شول ، دده سترګې به و ځلېدې په څېره كې  به يې خوشالي را ټوله شوه او له خړو شونډو به يې څو ځله د شكر كلمه راووته . په پيل كې به د بوډا دا شكرونه په غوږو ښه لګېدل  ؛ خو وروسته  يې كليوالو ته دومره خوند نه ور كاوه  او ځينو شوخو ځوانانو به لا ټوكې پسې كولې .
دوى به په ټيټ غږ ويل  ( بوډا  ته خداى وركړه ، په توده تاوخانه پروت دى ، مفته ډوډۍ ور رسيږي   ؛  نو  واورې ته به ولې نه وي خوشاله )  بل به په ملنډو ور غبرګه كړه (( څه يې  كوې ځمكې به يې ډېرې وي )) ماشومانو هم نوم پرې كېښوود (( د واورې سړى )) دوى به بوډا ته اشاره كوله له نوي نوم نه به يې خوند اخيست  او پټ پټ به يې خندل  .  په پنځم سهار واوره وورېده ، كليوال بامونو ته وروختل  او د درېيم ځل لپاره يې واوره  واچوله  ؛  خو كله چې ستړي ستومانه جومات ته راغلل ، اورښت بيا پيل وكړ  . بوډا تاوېدونكو سپينو بڅركو ته وكتل او په خوند يې وويل :  مه كوه ! چې اوري  !
دې خبرې ځينو ستړو كليوالو ته خوند ورنه كړ ، يو ځوان بې حوصلې شو او په خشكه يې وويل :
كاكا ! څه دې پكې ليدلي دي ، كرار پروت يې ، دا ځل به دې يوه بام ته ور وخېږوم ، بيا به دا خبره ونه كړې .
يوه بل په ملنډو ورغږ كړ :
څه يې كوې ، ځمكې به يې ډېرې وي  ، د وچكالۍ غم ورسره دى .
په دې خبره څو ځوانانو وخندل .
بوډا يوه شېبه غلى وو ، مايې سترګو ته وكتل ، اوښكې پكې رغړېدلې ، وروسته يې يوې ترخې خندا شونډې سره ويړې كړې ، ورو يې وويل :
بچيانو زه نه ځمكه لرم  ، نه كور لرم  او نه هم خپل پردى  . او ياوو كلونو ته رسېدلى يم ، ځكه  نو د واورو د اچولو تمه هم مه راته كوئ ، وچكالۍ ته هم دومره زړه نه خورم ، خداى مهربانه دى ، له لوږې به نه مرو ، خو زه دا سپين بڅركي د بل څه لپاره غواړم  . بوډا غلى شو كليوالو ته يې وكتل ، هغوى حيرانې سترګې ورته نيولې وې ، بېرته يې سر وځړېد ، يوه سړه سايې واخيسته او په خوا بدي غږ يې وويل :
(( تېر ژمى واوره كمه و اورېده ، يواځې يوه مياشت پرته وه  ؛ خو بيا هم ښه وه ، د كليو لارې بندې وې ، تګ راتګ نه كېده ، پښه يې نيوله ، د موټرو ، موټر سايكلو او ټانكونو سينې يې را ګرځولې ، كراره كراري وه ؛ خو كله چې  واوره لاړه لارې تورې شوې ، ګولۍ وورېدې ،  زما ځوان زوى يې را وويشت  او وينو يې ددېوال سيوري ته  پرته واوره سره كړه . د واورې اورېدو ته مه خفه كېږئ  ، دعا  وكړئ چې ډېره و وريږي ، ډېره ، هومره ډېره چې لارې  د ډېر وخت لپاره بندې كړي ، ژر ويلې نه شي  او څو ورځې د وينو د توييدلو مخه ونيسي .
پاى
د ۱۳۸۷ ل د ثور ۲۴
وحيد نيازی 18.10.2012 05:38

ډيره ښايسته کيسه وه ولا چې په اوړي کې مې ساړه وشول ډير خوند مې ترې واخيست او ډير ښه انځور يې لاره<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.